23 د اِلياسب نمسى د يوحانان وخت پورې د ليويانو د کورَنو مشرانو حِساب کِتاب د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شو.
کله چې اِلياسب، يويدع، يوحانان او يدوع مشران اِمامان وُو نو د ليويانو د مشرانو فهرست تيار شو او هم داسې د فارس بادشاه داريوس په زمانه کښې د اِمامانو د کورَنو د مشرانو حِساب کِتاب ساتلے شوے وو.
دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمىاېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو.