10 يشوَع د يويقيم پلار وو، يويقيم د اِلياسب پلار وو، اِلياسب د يويدع پلار وو،
يويدع د يونتن پلار وو، او يونتن د يدوع پلار وو.
کله چې اِلياسب، يويدع، يوحانان او يدوع مشران اِمامان وُو نو د ليويانو د مشرانو فهرست تيار شو او هم داسې د فارس بادشاه داريوس په زمانه کښې د اِمامانو د کورَنو د مشرانو حِساب کِتاب ساتلے شوے وو.
دا خلق د يوصدق نمسى او د يشوَع زوئ يويقيم په وخت کښې هلته اوسېدل او د نحمياه حکمران په وخت کښې او د عزرا په وخت کښې چې اِمام او د شريعت عالِم وو.
دې کسانو ورسره آواز نيولو، بقبوقياه، عُنى او د هغوئ ملګرو ليويانو.
يويدع د مشر اِمام اِلياسب زوئ وو، خو د يويدع يو زوئ د بيتحورون د ښار د سنبلط د لور سره وادۀ وکړو، نو ما يويدع دې ته مجبور کړو چې يروشلم پرېږدى.
اِلياسب اِمام کوم چې د خُدائ پاک د ګودامونو مشر وو، هغه د ډېرې مودې نه د طوبياه ملګرے وو.
کله چې يروشلم ته راواپس شوم نو ما ته د دې بدعملۍ پته ولګېده چې اِلياسب طوبياه له اجازت ورکړے دے چې د خُدائ پاک په کور کښې يوه کوټه استعمالوى.
بيا مشر اِمام اِلياسب او د هغۀ ملګرو اِمامانو د ګډو دروازه بيا جوړه کړه، هغوئ هغه وقف کړه او دروازې يې په خپل ځائ ولګولې. هغوئ د سلو مينارو پورې دېوال او د حننايل ميناره پورې دېوال وقف کړو.