Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 12:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 دا د هغه اِمامانو او ليويانو تفصيل دے کوم چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د مشر اِمام يشوَع سره د جلاوطنۍ نه راواپس شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 12:1
22 Iomraidhean Croise  

او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشته‌دارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربان‌ګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.


د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.


نو هغوئ د زرُبابل او د ډلو مشرانو سره مِلاوېدو له راغلل او ورته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ په کور جوړولو کښې به مونږ هم درسره ملګرى شُو. مونږ هم د هغه خُدائ پاک عبادت کوُو د کوم چې تاسو کوئ، مونږ هغۀ ته قربانۍ پېش کوُو د اسور بادشاه اسرحدون د وخت نه چا چې مونږ دلته د اوسېدو دپاره راولېږلو.“


کله چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د يوصدق زوئ يشوَع د هغوئ پېغام واورېدو، نو هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور بيا جوړول شروع کړل او د خُدائ پاک هغه دوه پېغمبران د هغوئ سره وُو او د هغوئ مدد يې کولو.


د ليويانو څۀ قبيلې کومې چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدلې وې هغوئ د بنيامين د خلقو سره اوسېدو دپاره ولېږل شول.


يشوَع د يويقيم پلار وو، يويقيم د اِلياسب پلار وو، اِلياسب د يويدع پلار وو،


اِمامان دا وُو: شراياه، يرمياه، عزرا، امرياه، ملوک، حطوش، سکانياه، رحُوم، مريموت، عدو، جِنتو، ابياه، ميامين، معدياه، بِلجاه، سمعياه، يويريب، يدعياه، سلو، عموق، خِلقياه او يدعياه. د يشوَع په وخت کښې دا سړى د خپلو ملګرو اِمامانو مشران وُو.


د هغوئ مشران دا وُو، زرُبابل، يشوَع، نحمياه، عزرياه، رعمياه، نحمانى، مردکى، بِلشان، مِسفرت، بِګوئ، نحُوم او بعنه.


د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتى‌اېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.


بيا زرُبابل د شلتى‌اېل زوئ، يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زوئ، او د مالِک خُدائ پاتې شوو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک خبرې ومنلې چې د حجى پېغمبر په ذريعه وئيلے شوې وې چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک هغه رالېږلے وو. او خلق د مالِک خُدائ نه ويرېدل.


نو مالِک خُدائ د زرُبابل د شلتى‌اېل د زوئ جذبه راپاروله چې د يهوداه حاکِم وو، او د يشوَع جذبه چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو، او د مالِک خُدائ د ټولو ژوندى پاتې شوو خلقو جذبه. هغوئ راغلل او د مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د هغوئ پاک خُدائ وو په کور يې کار شروع کړو.


”زرُبابل د شلتى‌اېل زوئ ته چې د يهوداه حکمران دے، يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ دے، او د مالِک خُدائ پاتې شوى خلقو ته ووايه. هغوئ نه تپوس وکړئ،


د هغوئ د سپينو زرو او سرو زرو تحفه واخله او تاج ترې جوړ کړه، او دا د مشر اِمام د يهوصدق د زوئ يشوَع په سر کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan