9 د زِکرى زوئ يوايل د هغوئ مشر وو، د هسينوآه زوئ يهوداه په ښار کښې دوېم مشر آفسر وو.
د بنيامين قبيلې دا کسان لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل: د مسلام زوئ سلو، چې مسلام د هُوداوياه زوئ وو، هُوداوياه د هسينوآه زوئ وو، او ورسره د يروحام زوئ اِبنياه وو، ايله چې د عُزى زوئ او د ميکرى نمسے وو، د سفطياه زوئ مسلام، سفطياه د رعواېل زوئ وو او رعواېل د اِبنياه زوئ وو.
اِمامان: د يويريب زوئ يدعياه او يکين.
د ليويانو هغه مشر چې په يروشلم کښې اوسېدو هغه د حسبياه نمسے او د بانى زوئ عُزى وو. د هغۀ په پلارانو نيکونو کښې متنياه او ميکا شامل وُو او هغه د آسف د قبيلې نه وو. دا هغه ډله وه چې د دې کسان د خُدائ پاک په کور کښې د موسيقۍ ذمه وار وُو.
د سلو نزدې خپلوان جبى او سلى وُو. ټول نهۀ سوه او اتۀويشت بنيامينيان په يروشلم کښې اوسېدل.
د اِضهار درې زامن وُو، قورح، نفج او زِکرى.