7 د بنيامين د قبيلې کسان دا دى: د يوئيد نمسے او د مسلام زوئ سلو وو. د هغۀ په نورو آباواجداد کښې فداياه، قولاياه، معسياه، ايتىاېل او يشعياه شامل وُو.
د حننياه دوه زامن فلطياه او يشعياه وُو. د يشعياه زوئ رفاياه وو، د رفاياه زوئ ارنان وو، د ارنان زوئ عبدياه وو او د عبدياه زوئ سکانياه وو.
دا د خپلو ډلو اولنى مشران وُو، د هغوئ نومونه په نسبنامه کښې ليکلے شوى وُو او هغوئ ټول په يروشلم کښې اوسېدل.
د فارص د اولاد څلور سوه او اتۀ شپېتۀ ښۀ تکړه سړى په يروشلم کښې اوسېدل.
د سلو نزدې خپلوان جبى او سلى وُو. ټول نهۀ سوه او اتۀويشت بنيامينيان په يروشلم کښې اوسېدل.