4 د يهوداه قبيلې کسان دا دى: د زکرياه نمسے او د عُزياه زوئ عتاياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امرياه، سفطياه او محللاېل شامل وُو، چې د يهوداه زوئ د فارص اولاد وو.
خو هغۀ خپل لاس واپس راښکلو او د هغۀ ورور وړومبے پېدا شو. بيا هغه دايڼې ووئيل، ”تا څنګه د ځان دپاره د راوتلو لار جوړه کړې ده.“ نو د هغۀ نوم فارص شو.
د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل:
او هم د کولحوزه نمسے او د باروک زوئ معسياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حزاياه، عداياه، يويريب او زکرياه شامل وُو، چې د يهوداه د زوئ سيله اولاد وو.
او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو.
زوئ د عمىنداب، زوئ د ادمين، زوئ د ارنى، زوئ د حصرون، زوئ د فارص، زوئ د يهوداه،
دا د فارص اولاد دے، حصرون زوئ د فارص وو، رام زوئ د حصرون، عمىنداب زوئ د رام، نحشون زوئ د عمىنداب، سلمون زوئ د نحشون، بوعز زوئ د سلمون، عوبيد زوئ د بوعز، يَسى زوئ د عوبيد او داؤد زوئ د يَسى وو.