بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو او هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک او روټۍ ورکړه. او دا يې ورله په اوږو کېښودل او د زوئ سره يې رُخصت کړه. او هغه لاړه او بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله،
نو مالِک خُدائ فرمائى چې خبردار، هغه وخت راروان دے چې خلق به نور دې ځائ ته د ”توفت“ يا بنىهنوم وادى ونۀ وائى، بلکې دا به ”د قتل و غارت د وادۍ“ په نوم مشهوره شى.