Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 11:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل:

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 11:3
14 Iomraidhean Croise  

دا د يهوديانو د جلاوطن شوو خلقو تفصيل دے څوک چې د آزادېدو نه پس واپس خپلو صُوبو ته تلل. نبوکدنضر بادشاه هغوئ بابل ته قېديان بوتلى وُو، خو اوس يروشلم، يهوداه او خپلو نورو ښارونو ته راواپس شول چرته چې هغوئ مخکښې اوسېدل.


د مالِک خُدائ د کور د خِدمتګارانو د ډلو تفصيل چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: ضيحا، حسوفا، طبعوت، قروس، سيعها، فدون، لبانه، حجابه، عقوب، حجاب، شملى، حنان، جِديل، جحر، رياياه، رضين، نقودا، جزام، عُزا، فاسح، بسئ، اسناه، معُونيم، نفوسيم، بقبوق، حقوفا، حرحُور، بضلوت، محيدا، حرشاه، برقوس، سِسيرا، تامح، نضياح او خطيفا.


اِمامان، ليويان او څۀ خلق په يروشلم کښې يا د دې سره نزدې دېره شول، موسيقاران، د مالِک خُدائ د کور څوکيداران او د مالِک خُدائ د کور خِدمتګاران په نزدې ښارونو کښې دېره شول، او باقى نور بنى اِسرائيليان په هغه ښارونو کښې دېره شول چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ اوسېدلى وُو.


نور بنى اِسرائيليان او پاتې اِمامان او ليويان د يهوداه په ښارونو کښې په خپلو خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل.


د يهوداه قبيلې کسان دا دى: د زکرياه نمسے او د عُزياه زوئ عتاياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امرياه، سفطياه او محلل‌اېل شامل وُو، چې د يهوداه زوئ د فارص اولاد وو.


دا د اِمامانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع اولاد يدعياه، نهۀ سوه او درې اويا، اِمير، يو زر او دوه پنځوس، فشحور، يو زر دوه سوه او اووۀ څلوېښت، حارِم، يو زر او اوولس.


د ليويانو قبيلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوې: د هوداوه اولاد يشوَع او قدمى‌اېل، څلور اويا، د آسف اولاد د خُدائ پاک د کور موسيقاران يو سل او اتۀ څلوېښت، د خُدائ پاک د کور څوکيداران چې د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى اولاد وو هغوئ يو سل او اتۀ دېرش وُو.


د خُدائ پاک د کور د خِدمتګارانو قبيلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: ضيحا، حسوفا، طبعوت، قروس، سيعا، فدون، لبانه، حجابه، شملى، حنان، جِديل، جحر، رياياه، رضين، نقودا، جزام، عُزا، فاسح، بسئ، معُونيم، نفوسيم، بقبوق، حقوفا، حرحُور، بضلوت، محيدا، حرشاه، برقوس، سِسيرا، تامح، نضياح او خطيفا.


ډېر جلاوطن شوى کسان د بابل صُوبې نه لاړل او يروشلم او يهوداه ته راواپس شول، هر يو خپل ښار ته راغلو. د هغوئ خاندان په بابل کښې د جلاوطنۍ په دوران کښې د هغه وخت نه اوسېدې چې نبوکدنضر بادشاه هغوئ هلته قېديان بوتلى وُو.


د هغوئ مشران دا وُو، زرُبابل، يشوَع، نحمياه، عزرياه، رعمياه، نحمانى، مردکى، بِلشان، مِسفرت، بِګوئ، نحُوم او بعنه.


اِمامان، ليويان، څوکيداران، سندرغاړى، او څۀ عام خلق، د خُدائ پاک د کور خِدمتګاران، او ټول بنى اِسرائيليان په وړو ښارونو او د يهوداه په ښارونو کښې دېره شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan