26 هغوئ د يشوَع، مولاده او بيتفِلِط په ښارونو کښې هم اوسېدل،
د داؤد بادشاه تر وخته پورې د شمعون اولاد په بيرسبع، مولاده، حصارسعول،
ډېر خلق د خپلو پټو سره نزدې په کلو کښې اوسېدل. څۀ کسان چې د يهوداه د قبيلې وُو نو هغوئ په قِريَتاربع، ديبون، يقبضىاېل او د دې ښارونو سره نزدې کلو کښې اوسېدل.
او داسې په حصارسعول، بيرسبع او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې هم اوسېدل.
په دې کښې بيرسبع يا شيبا، مولاده،