25 ډېر خلق د خپلو پټو سره نزدې په کلو کښې اوسېدل. څۀ کسان چې د يهوداه د قبيلې وُو نو هغوئ په قِريَتاربع، ديبون، يقبضىاېل او د دې ښارونو سره نزدې کلو کښې اوسېدل.
هغه د کنعان په مُلک کښې په حبرون کښې په حق ورسېده، او اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو او هغې پسې يې ژړل.
هغوئ د يشوَع، مولاده او بيتفِلِط په ښارونو کښې هم اوسېدل،
په دې کښې حسبون او د اوچتې علاقې ټول ښارونه شامل وُو يعنې ديبون، بامات بعل، بيتبعل معون،
د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه تر عروعير او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار پورې خوره شوه او په دې کښې د ميدبا نه واخله تر ديبون پورې ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.
يشوَع د يفُنه زوئ کالب دپاره برکت وغوښتلو او د حبرون ښار يې ورکړو چې د هغۀ خپل شى.
د حبرون ښار مخکښې د قِريَتاربع په نوم يادېدو، ځکه چې اربع د ټولو نه لوئ عناقے وو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.