23 د دې دپاره شاهى اصُول مقرر وُو چې قبيلې به هره ورځ د خُدائ پاک د کور په موسيقۍ کښې مشرى څنګه کوى.
چې ترڅو هغه ژوندے وو، نو هره ورځ هغۀ ته باقاعده خرچه مِلاوېده.
د ليويانو څۀ خاندان د مالِک خُدائ د کور د سندرو ذمه وارې وې. د دې کورَنو مشران د مالِک خُدائ د کور په يو څو کوټو کښې اوسېدل او د نورو کارونو کولو نه آزاد وُو، ځکه چې هغوئ به شپه او ورځ کار کولو.
د زرُبابل او نحمياه په زمانه کښې به ټولو بنى اِسرائيلو هره ورځ د خُدائ د کور د سندرغاړو او څوکيدارانو ضرورتونه پوره کول. ليويانو ته به هغه برخه ورکولے کېدله کومه چې هغوئ دپاره مقرر وه او ليويانو به د هغې نه اِمامانو له هغه برخه ورکوله کومه چې د هغوئ دپاره مقرر وه.