20 نور بنى اِسرائيليان او پاتې اِمامان او ليويان د يهوداه په ښارونو کښې په خپلو خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل.
د خُدائ پاک د کور څوکيداران: عقوب، طلمون او د هغوئ خپلوان، ټول يو سل او دوه اويا کسان وُو.
د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل:
بيا يشوَع خلق ولېږل او هغوئ ټول د هغه مُلک خپلې برخې ته راواپس شول.