19 د خُدائ پاک د کور څوکيداران: عقوب، طلمون او د هغوئ خپلوان، ټول يو سل او دوه اويا کسان وُو.
نو هغوئ د شاميانو د کېمپ نه روان شول، واپس سامريه ته لاړل او د دروازو سېنتريانو ته يې آواز وکړو، ”مونږ د شاميانو خېمو ته تلى وُو خو نۀ مو د چا آواز واورېدو او نۀ مو څوک وليدل، آسونه او خرۀ تړلى پاتې وُو او خېمې هم هغه شان روغې ولاړې وې.“
د يروشلم په مقدس ښار کښې ټول دوه سوه او څلور اتيا ليويان اوسېدل.
نور بنى اِسرائيليان او پاتې اِمامان او ليويان د يهوداه په ښارونو کښې په خپلو خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل.
د خُدائ پاک د کور دا څوکيداران د خُدائ پاک د کور د دروازو سره د ګودامونو مشران وُو: متنياه، بقبوقياه، عبدياه، مسلام، طلمون او عقوب.
ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.