18 د يروشلم په مقدس ښار کښې ټول دوه سوه او څلور اتيا ليويان اوسېدل.
خو زۀ به د هغۀ نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم، زۀ به د خپل خِدمت کوونکى داؤد او د خپل خوښ شوى ښار يروشلم د خاطره يوه قبيله هغۀ ته پرېږدم.“
مشران په يروشلم کښې دېره شول او باقى خلقو پچه واچوله چې د هر لسم خاندان نه يو خاندان خوښ کړى چې لاړ شى او د يروشلم په مقدس ښار کښې اوسيږى، خو هغه نور په خپلو ښارونو کښې اوسېدل.
د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمدوثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو.
د خُدائ پاک د کور څوکيداران: عقوب، طلمون او د هغوئ خپلوان، ټول يو سل او دوه اويا کسان وُو.
اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.
يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى)
او د عيسىٰ د پاڅېدلو نه پس هغوئ د قبرونو نه راووتل، يروشلم ته ننوتل او ډېرو خلقو يې ننداره وکړه.
بيا اِبليس هغه مقدس ښار ته بوتلو او د خُدائ د کور په مناره يې ودرولو
خو د خُدائ د کور بهر دربار مۀ کچ کوه ځکه چې دا غېرو قومونو ته ورکړے شوے دے او هغوئ به دا مقدس ښار تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د پښو لاندې کړى.
ما پاک ښار، يعنې نوے يروشلم وليدلو چې د خُدائ پاک د طرفه د آسمان نه راکوزېدو، او دا داسې تيار کړے شوے وو لکه چې ناوې د خپل خاوند دپاره سنګار شوې وى.