Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 11:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمد‌و‌ثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړ‌ے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 11:17
15 Iomraidhean Croise  

د مفيبوست يو زلمے زوئ وو چې نوم يې ميکا وو. د ضيبا د خاندان مکمل کسان د مفيبوست نوکران شول.


داؤد څۀ ليويان مقرر کړل چې د لوظ صندوق مخامخ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت وکړى او د هغۀ ثناء صِفت وکړى.


هلته د هغوئ سره هيمان، يدوتون او نور کسان وُو چې کوم خصوصاً د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې د ثناء صِفت کولو دپاره خوښ کړے شوى وُو.


سبتى او يوزبد، د خُدائ پاک د کور نه د بهر کار مشران وُو.


د يروشلم په مقدس ښار کښې ټول دوه سوه او څلور اتيا ليويان اوسېدل.


دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو.


د خُدائ پاک د کور دا څوکيداران د خُدائ پاک د کور د دروازو سره د ګودامونو مشران وُو: متنياه، بقبوقياه، عبدياه، مسلام، طلمون او عقوب.


ما د دېوال دپاسه د يهوداه مشران راغونډ کړل او هغوئ مې د دوو لويو ډلو مشران مقرر کړل چې د ښار نه ګېرچاپېره روان شى او د خُدائ پاک شُکر ادا کوى. اوله ډله د دېوال دپاسه ښى طرف ته د ډېران دروازې طرف ته لاړه.


ډېر وخت مخکښې د داؤد بادشاه او آسف موسيقار د وخت، موسيقارانو د خُدائ پاک د ثناء صِفت کولو او د شُکر ګزارۍ مشرى کړې وه.


د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan