Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 11:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 سبتى او يوزبد، د خُدائ پاک د کور نه د بهر کار مشران وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 11:16
8 Iomraidhean Croise  

نور ليويان د مالِک خُدائ د کور د ګودامونو ذمه وار وُو او په هغه ګودامونو کښې خُدائ پاک ته وقف شوى څيزونه پراتۀ وُو.


د اِضهار په ډله کښې کنعنياه او د هغۀ زامنو ته د مالِک خُدائ د کور نه علاوه ذمه وارۍ حواله شوې وې: هغوئ به حِساب کِتاب ساتلو او د بنى اِسرائيلو لانجې به يې هوارولې.


صرف د عساهيل زوئ يونتن، د تِقوه زوئ يحزياه د دې منصوبې مخالفت وکړو، مسلام او يو ليوى سبتى ورسره په دې کښې ملګرى وُو.


او بيا په څلورمه ورځ مونږ د خُدائ پاک کور ته لاړو او هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى مو وتلل او د اورِياه زوئ مريموت اِمام ته مو حواله کړل. د هغۀ سره اِلى‌عزر، د فينحاس زوئ او دوه ليويان، د يشوَع زوئ يوزبد او د بِنوئى زوئ نوعيدياه هم وو.


ليويان: د عزريقام نمسے او د حسوب زوئ سمعياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حسبياه او بُنى شامل وُو.


د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمد‌و‌ثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړ‌ے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو.


بيا هغوئ په خپلو خپلو ځايونو باندې ودرېدل، او دې ليويانو ورته د شريعت تشريح وکړه، يشوَع، بانى، سربياه، يمين، عقوب، سبتى، هودياه، معسياه، قليتاه، عزرياه، يوزبد، حنان او فلاياه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan