14 د هغۀ د قبيلې يو سل او اتۀويشت کسان ښۀ تکړه فوجيان وُو. د هغوئ مشر زبدىاېل وو چې د هجدوليم زوئ وو.
د عوبيد ادوم د مشر زوئ سمعياه شپږ زامن وُو، عُتنى، رفااېل، عوبيد، الزباد، اليهُو او سماکياه. د خپل قابليت په وجه هغوئ ته په خپله ډله کښې زيات عزت مِلاو شو.
کوم اِمامان چې د ډلو مشران وُو هغه ټول يو زر اووۀ سوه او شپېتۀ وُو. هغوئ د خُدائ پاک د کور د خِدمت د کار دپاره ښۀ تکړه سړى وُو.
د هغۀ د قبيلې ټول دوه سوه او دوه څلوېښت کسان د کورَنو مشران وُو. د اخزائى نمسے او د عزراېل زوئ امشى. د هغۀ په آباواجداد کښې اِمير او مسلموت شامل وُو.
ليويان: د عزريقام نمسے او د حسوب زوئ سمعياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حسبياه او بُنى شامل وُو.
د ليويانو هغه مشر چې په يروشلم کښې اوسېدو هغه د حسبياه نمسے او د بانى زوئ عُزى وو. د هغۀ په پلارانو نيکونو کښې متنياه او ميکا شامل وُو او هغه د آسف د قبيلې نه وو. دا هغه ډله وه چې د دې کسان د خُدائ پاک په کور کښې د موسيقۍ ذمه وار وُو.
او په هغوئ پسې معسياه، سمعياه، اِلىعزر، عُزى، يهوحنان، مُلکياه، عيلام او ايصر روان وُو. د دې حمد ويوونکو مشرى ازرخياه کوله او په اوچت آواز يې سندرې وئيلې.