د ټولو بنى اِسرائيلو نسبنامه ليکلے شوې وه او دا معلومات د بنى اِسرائيلو د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د يهوداه خلق د خپلې نافرمانۍ په وجه بابل ته ويستلے شوى وُو.
زمونږ خلق، اِمامان او ليويان به هر کال پچه اچوى چې دا معلومه کړى چې کومه يوه ډله د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په قربانګاه باندې د سوزولو دپاره لرګو بندوبست کوى او دا به د قانون په مطابق وى.
اے يروشلمه، پاڅه، ويښ شه. خپلې د طاقت جامې واغونده. اے مقدسې ښاريې، د شان او شوکت والا جامې واغونده. ناسنته او ناپاک خلق به هيڅکله ستا په دروازو بيا درننه نۀ وځى.