Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 10:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 بنى اِسرائيل او ليويان به د فصل، ميو او د زيتُونو تېلو برخې هغه ګودامونو ته يوسى چرته چې د خُدائ پاک د کور سامان کېښودلے شى او چرته چې اِمامان، د دروازو څوکيداران او سندرغاړى حاضر وى. مونږ به زمونږ د خُدائ پاک د کور نه مخ نۀ اړوُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 10:39
12 Iomraidhean Croise  

نو هغوئ د شاميانو د کېمپ نه روان شول، واپس سامريه ته لاړل او د دروازو سېنتريانو ته يې آواز وکړو، ”مونږ د شاميانو خېمو ته تلى وُو خو نۀ مو د چا آواز واورېدو او نۀ مو څوک وليدل، آسونه او خرۀ تړلى پاتې وُو او خېمې هم هغه شان روغې ولاړې وې.“


د بادشاه په حُکم هغوئ د مالِک خُدائ په کور کښې ګودامونه جوړ کړل


او ټولې تُحفې او لسمې حِصې يې د امانت په توګه کېښودې. هغوئ يو ليوى مشر مقرر کړو چې نوم يې کنعنياه وو او د هغۀ ورور سِمعى يې د هغۀ مددګار جوړ کړو.


د زرُبابل او نحمياه په زمانه کښې به ټولو بنى اِسرائيلو هره ورځ د خُدائ د کور د سندرغاړو او څوکيدارانو ضرورتونه پوره کول. ليويانو ته به هغه برخه ورکولے کېدله کومه چې هغوئ دپاره مقرر وه او ليويانو به د هغې نه اِمامانو له هغه برخه ورکوله کومه چې د هغوئ دپاره مقرر وه.


او زمونږ د مالِک خُدائ او خُدائ پاک د کور په خاطر يې غواړم، او زۀ به ستا خير خواه يم.


چې ليويانو ته ووايه، ”کله چې تاسو د بنى اِسرائيلو نه لسمه حِصه اخلئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى، نو تاسو به د دې لسمه حِصه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کوئ.


نو هم داسې ليويانو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو ښۀ حِصه د نذرانې په توګه پېش کوئ نو دا به تاسو دپاره داسې حساب شى لکه چې تاسو يې د خپل درمند يا د انګورو لنګرۍ نه ورکوئ.


څۀ چې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ د هغې نه به هيڅ يو څيز په هغه ځايونو کښې نۀ شى خوړلے چرته چې تاسو اوسېږئ، نۀ ستاسو د غلې لسمه حِصه، نۀ خپل مے، نۀ د زيتُونو تېل، نۀ ستاسو د څاروو او ګډو وړومبے پېدا شوے بچے، نۀ د هغه تُحفې نه چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى، نۀ ستاسو رضاکارانه نذرانې او نۀ نورې نذرانې.


او چې مونږ په خپلو کښې د جماعت د راټولېدو نه منع نۀ شُو څنګه چې د ځينو خلقو عادت دے، بلکې يو بل له ډاډګيرنه ورکړئ، او څنګه چې تاسو د مالِک ورځ په رانزدې کېدو وينئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan