نحمياه 10:37 - Pakistani Yousafzai Pashto37 مونږ به هر کال اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته د وړومبى رېبلى شوى فصل نه جوړې شوې پېړې او د انګورو د ميو خپلې نورې نذرانې، د زيتُونو تېل او هر قِسم مېوې هم وړُو. او مونږ به هغه هر څۀ نه لسمه حِصه ليويانو له راؤړو څۀ چې زمونږ په پټو کښې شوى دى، ځکه چې هغوئ زمونږ په کلو کښې د دې څيزونو د راټولو ذمه وار دى. Faic an caibideil |
هغۀ طوبياه له دا اجازت ورکړو چې يوه لويه کوټه استعمالوى چې به مخکښې په کښې د غلې نذرانو او خوشبويۍ نذرانو د جمع کولو او د خُدائ پاک په کور کښې د استعمالېدونکى سامان دپاره، د اِمامانو د نذرانو دپاره، د غلې د لسمې حصې، د ميو او د زيتُونو هغه تېلو دپاره مخصوصه وه کومه به چې ليويانو، د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او د خُدائ پاک د کور څوکيدارانو دپاره وه.