نحمياه 10:36 - Pakistani Yousafzai Pashto36 زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے زوئ به اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته بوځُو او هلته به يې د خُدائ پاک د ښودلى شوى قانون په مطابق خُدائ پاک ته وقف کوُو. زمونږ د هر يو کس د غواګانو وړومبے پېدا شوے سخے او زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے ګډُورے يا د چېلۍ بچے به هم وقف کيږى. Faic an caibideil |
په هغه وخت کښې څۀ سړى د هغه ګودامونو مشران مقرر شوى وُو، چرته چې د خُدائ پاک د کور دپاره څيزونه کېښودلے شول، په دې کښې نذرانه، وړومبے پېدا شوې غله او لسمه حِصه. دا سړى د مختلفو ښارونو سره نزدې پټو نه د برخو راغونډولو ذمه وار وُو. دا برخې د قانون په مطابق د اِمامانو او ليويانو دپاره وې. د يهوداه ټول خلق د اِمامانو او ليويانو نه خوشحاله وُو.
هغۀ طوبياه له دا اجازت ورکړو چې يوه لويه کوټه استعمالوى چې به مخکښې په کښې د غلې نذرانو او خوشبويۍ نذرانو د جمع کولو او د خُدائ پاک په کور کښې د استعمالېدونکى سامان دپاره، د اِمامانو د نذرانو دپاره، د غلې د لسمې حصې، د ميو او د زيتُونو هغه تېلو دپاره مخصوصه وه کومه به چې ليويانو، د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او د خُدائ پاک د کور څوکيدارانو دپاره وه.