35 مونږ به هر کال د خپل وړومبى رېبلے شوى فصل او زمونږ په ونو کښې د وړومبى پېدا شوې مېوې يوه نذرانه د مالِک خُدائ کور ته وړُو.
ما د لرګو بندوبست وکړو چې هغه به د هغه نذرانو په سوزولو کښې استعمالېدل چې کومې نذرانې به په صحيح وخت راوړلے شوې، دا کار مې هم وکړو چې خلق د خپلې وړومبۍ غلې او خپلې وړومبۍ پخې شوې مېوې راوړى. خُدايه پاکه، دا هر څۀ مۀ هېروه او را ياد کړه.
هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.
هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.“
د ټولو نه اوله ښۀ مېوه او ستاسو ټولې ښې نذرانې به د اِمامانو وى. تاسو به هغوئ ته د زمکې په غله دانه کښې اوله حِصه ورکړئ نو برکت به ستاسو په خاندان نازل شى.
هغه دې اِمام له يو داسې بېعېبه ګډ يا چېلے راولى چې مالِک خُدائ ته يې د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.
زۀ د وړومبى پېداوار بِهترينه حِصه تاسو له درکوم کومه چې اِسرائيليان ما ته هر کال پېش کوى لکه د زيتُونو تېل، مے او غله دانه.
د ليوى قبيلې خپل خپلوان هم د ځان سره راوله، چې تا سره په کار کښې مدد وکړى، په هغه وخت کښې چې تۀ او ستا زامن په خېمه کښې خِدمت کوى.
نو تاسو هر يو به خامخا د هر فصل وړومبے برخه په يوه ټوکرۍ کښې ږدئ او دا به د عبادت هغه يو ځائ ته وړۍ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درته د دې دپاره ښائى چې د هغۀ د نوم درناوے وشى.