32 زمونږ هر يو کس به هر کال پينځۀ ګرامه سپين زر د خُدائ پاک د کور د خرچې دپاره په چنده کښې ورکوى.
دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“
هغوئ څۀ هغه مالِ غنيمت واخستلو کوم چې هغوئ په جنګ کښې قبضه کړے وو او دا يې وقف کړو چې د مالِک خُدائ په کور کښې استعمال شى.
په هغه وخت کښې ما وليدل چې په يهوداه کښې خلقو د سبت په ورځ د انګورو لنګرۍ استعمالوله. او نورو په خپلو خرونو باندې غله، مے، انګور، اينځر او نور څيزونه بار کول او يروشلم ته يې وړل، ما هغوئ له خبردارے ورکړو چې د سبت په ورځ دې هيڅ نۀ خرڅوى.
دا بلکل هم هغه کار دے چې خُدائ پاک پرې ستاسو پلار نيکۀ له سزا ورکړه چې کله هغۀ په ښار باندې تباهى راوسته. او تاسو نور زور هم کوئ چې د بنى اِسرائيلو په مُلک باندې د خُدائ پاک نور قهر هم نازل شى ځکه چې د سبت د ورځې سپکاوے کيږى.“
ما هغوئ له خبردارے ورکړو، ”تاسو د دې دېوال سره شپه ولې تېروئ کۀ تاسو بيا داسې وکړل، نو زۀ به تاسو خرابتُراب کړم.“ نو د دې نه پس هغوئ د سبت په ورځ بيا رانۀ غلل.
ما خلق دې ته پرېښى دى چې زما نه پېسه او غله قرض واخلى او هم زما د ملګرو او خلقو نه چې زما دپاره کار کوى. نو راځئ چې دا سود اخستل بند کړُو.
تا هغوئ ته وښودل چې ستا د سبت ورځ مقدسه وګڼى، او تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ له خپل قانون ورکړو.
خو په اوؤم کال يې شاړه پرېږدئ او چې څۀ په کښې شوى وى هغه ترې نه مۀ رېبئ، چې څۀ په کښې پاتې وى نو هغه به غريبانان خلق او ځنګلى ځناور وخورى. د انګورو او زيتُونو د باغونو سره هم دغه شان وکړئ.
په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره.
ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.