Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 10:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 مونږ د خپلو مشرانو سره په يو قسم کولو کښې شريک شُو او ومو وئيل چې مونږ کۀ قسم مات کړو نو په مونږ دې لعنت وى او دا چې مونږ به د خُدائ پاک د قانون په مطابق خپل ژوند تېروو، هم هغه قانون کوم چې خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه راکړے وو، چې مونږ به هغه هر څۀ منو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې حُکم راکوى، او چې مونږ به د هغۀ ټول قانون او اصُول منو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 10:29
38 Iomraidhean Croise  

خو ياهُو د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک قانون نۀ منلو. هغه د يربعام د هغه ګناهونو نه نۀ راګرځېدو، چې په بنى اِسرائيلو باندې يې کړى وُو.


هغه د شاهى ستنې سره ودرېدو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه به د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منى او چې د هغه لوظ په مطالبو به عمل کوى، څنګه چې په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. او ټولو خلقو دا لوظ ومنلو.


وړومبى کسان چې په خپلو پخوانو ښارونو کښې جائيدادونو ته راواپس شول نو په هغې کښې اِمامان، ليويان، د مالِک خُدائ د کور خِدمت کوونکى او نور بنى اِسرائيليان وُو.


هغه د شاهى ستنې سره ولاړ وو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ قانون او حُکمونه به منى او هغه مطالبې به پوره کوى کومې چې د دې لوظ سره تړلې دى، هم هغه شان چې څنګه په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى.


نو اوس مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هم هغه وعده هم پوره کړه چې کومه تا زما پلار سره کړې ده چې هغۀ ته دې فرمائيلى وُو چې د هغۀ د اولاد نه به همېشه داسې يو کس وى چې په بنى اِسرائيلو به بادشاهى کوى، کۀ هغوئ د هغۀ په شان ستا په قانون باندې په توجو سره عمل کوى.


ما هغه سړو له خبردارے ورکړو، په هغوئ مې لعنت ووئيلو، ومې وهل او وېښتۀ مې ترې نه وويستل. بيا مې ترې نه د خُدائ پاک په نوم باندې دا قسم واخستو چې هغوئ او د هغوئ بچى به هيڅکله د پردى مُلک د خلقو سره ودونه نۀ کوى.


د خُدائ پاک د کور د خِدمتګارانو قبيلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: ضيحا، حسوفا، طبعوت، قروس، سيعا، فدون، لبانه، حجابه، شملى، حنان، جِديل، جحر، رياياه، رضين، نقودا، جزام، عُزا، فاسح، بسئ، معُونيم، نفوسيم، بقبوق، حقوفا، حرحُور، بضلوت، محيدا، حرشاه، برقوس، سِسيرا، تامح، نضياح او خطيفا.


نو عزرا د شريعت کِتاب هغه ځائ ته راوړو او دا د اوومې مياشت اوله ورځ وه چرته چې خلق راغونډ وُو. په هغوئ کښې سړى، ښځې او هغه ماشومان وُو چې د هغوئ عُمر دومره وو چې په دې باندې پوهېدل.


هلته د دروازې سره د جرګې په ځائ کښې هغۀ ورته د سحر وختى نه واخله تر غرمې پورې شريعت لوستلو او هغوئ ټولو ورته په توجو سره غوږ اېښے وو.


ټولو بنى اِسرائيلو د پردى وطن د خلقو نه ځانونه جدا کړى وُو. بيا هغوئ ودرېدل او د هغه ګناهونو اِقرار شروع کړو کوم چې هغوئ او د هغوئ پلار نيکۀ کړى وُو.


”چې دا هر څۀ شوى دى نو مونږ بنى اِسرائيليان دا پخه ليکلې معاهده کوُو او زمونږ مشران، ليويان او زمونږ اِمامان به په دې باندې خپل مهرونه ولګوى.“


چې دوئ د هغۀ اصُول وساتى او د هغۀ قانون وپېژنى، ثناء دې مالِک خُدائ ته وى.


ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه


اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم ‎‎دے، پاس په آسمانونو کښې ‎دې خپل جلال جوړ کړے دے.


اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے.


خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى.


هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو ما ته غوږ ونۀ نيسئ او کوم شريعت چې ما تاسو ته پېش کړے دے د هغې پيروى ونۀ کړئ،


خو اوس تاسو پښېمانه شوئ او توبه مو وويستله او خپله فېصله مو بدله کړه او هغه کار مو وکړو چې څۀ زما په نظر کښې صحيح وو، او تاسو هر يو د خپلو غلامانو د آزادولو اعلان وکړو. او دا چې تاسو زما په کور کښې چې زما د نوم مهر پرې لګولے شوے دے ما سره لوظ وکړو.


زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.


تاسو به مقدس شئ او صِرف زما به شئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ مقدس يم. ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ چې تاسو صِرف زما اوسئ.


”زما د خِدمت کوونکى موسىٰ شريعت او هغه احکام، او فرمانونه چې ما هغۀ ته په سينا غر باندې د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره ورکړى وُو ياد ساتئ.


نو مالِک خُدائ دې ستا نوم ستا په خلقو کښې لعنتى کړى. تا دې شنډه کړى او ستا خېټه دې وپړسوى.


ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.


تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.


ولې موسىٰ تاسو ته شريعت نۀ وو درکړے؟ خو تاسو کښې يو هم پرې عمل نۀ کوئ. تاسو ولې زما د مړ کولو موقع ګورئ؟“


کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.


خو يو څو کسان ورسره شول او ايمان يې راوړو چې په هغوئ کښې يو ديونيسيوس د اريوپاګوس د دربار کس وو او ورسره دمريس نومې يوه ښځه او ځينې نور کسان هم وُو.


نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“


مينه دې بې‌ريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.


د هغۀ قانون منو چې موسىٰ مونږ له راکړے دے، چې دا زمونږ د قوم د ټولو نه قيمتى سرمايه ده.


موسىٰ ټول اِسرائيليان راغونډ کړل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو. دې قانون ته غوږ ونيسئ کوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا زده کړئ او وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ.


بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan