Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 1:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 خو کۀ بيا تاسو ما ته راوګرځېدئ او زما په حُکمونو عمل کوئ، نو زۀ به تاسو واپس هغه ځائ ته راولم کوم ځائ چې ما د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے دے، کۀ تاسو د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هم خوارۀ وارۀ يئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 1:9
28 Iomraidhean Croise  

خو کۀ د دشمن په مُلک کښې هغوئ په رښتيا او خلوص سره توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او مخ يې دې مُلک ته وى چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے دے، هغه ښار چې تا خوښ کړے دے او دا کور چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے،


مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.


هغۀ ته ووايئ، ”اے زمونږ خلاصوونکيه خُدايه پاکه. مونږ بچ کړه، مونږ په يو ځائ راغونډ کړه، د قومونو نه مو بچ کړه، نو چې داسې مونږ شُکر ګزار شُو او ستا د پاک نوم ستائينه وکړُو.


هغه خُدائ پاک چا چې يروشلم د دې دپاره خوښ کړے دے چې هلته به د هغۀ عبادت کيږى نو کۀ کوم بادشاه يا قوم د دې حُکم نه اِنکار وکړى يا د دې کور د تباه کولو کوشش کوى نو خُدائ پاک دې ورله شکست ورکړى. ما داريوس دا حُکم کړے دے او دا حُکم دې پوره ومنلے شى.“


اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه مونږ بچ کړه، او مونږ د قومونو نه راغونډ کړه، نو چې دغه شان مونږ ستا د مقدس نوم شُکر ادا کړُو او ستا په جلال کښې ستا ثناء صِفت ادا کړُو.


هغوئ هم چې هغۀ د مُلکونو نه راغونډ کړل، د مشرق او مغرب او د شمال او جنوب نه يې راغونډ کړل.


مالِک خُدائ يروشلم بيا آبادوى، هغه د بنى اِسرائيلو شړلى خلق راغونډوى.


مالِک خُدائ به د نښې دپاره يوه جنډا راواخلى چې قومونو ته وښائى چې هغه يو ځل بيا د اِسرائيل او د يهوداه خوارۀ وارۀ خلق راغونډوى او د دُنيا د څلورو واړو سرونو نه يې واپس راولى.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ د فرات سيند نه واخله تر مِصر سرحده پورې خپل خلق يو يو کس راغونډ کړى، داسې لکه څوک چې د بوسو نه غنم رابېلوى.


مالِک خُدائ تعالىٰ، چا چې خپل خلق بنى اِسرائيليان د جلاوطنۍ نه راوستى دى هغه فرمائى چې هغه به نور خلق هم راجمع کړى هغوئ سره څوک چې مخکښې نه راجمع دى.


خو کله چې زۀ هغوئ راوباسم، نو بيا به زۀ په هغوئ باندې رحم وکړم، او زۀ به هغوئ هر يو قوم خپل ميراث او خپل مُلک ته واپس راولم.


اے بې‌ايمانه خلقو، راواپس شئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک يم. زۀ به ستاسو د ښاريې نه يو او د هرې قبيلې نه دوه دوه کسان خوښ کړم او صيون ښار ته به مو واپس راولم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے قومونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، او هغه لرې ساحلى وطنونو ته يې بيان کړئ. هغه چا چې بنى اِسرائيل خوارۀ کړى دى هم هغه به يې راغونډ کړى. لکه څنګه چې شپونکے د خپلې رمې ساتنه کوى هم داسې به هغه د هغوئ خيال ساتى.


زۀ به په يقين سره خپل غوره شوى خلق د ټولو مُلکونو نه واپس دې ځائ ته راولم کوم چې ما د خپلې غصې او لوئ غضب په وخت کښې خوارۀ وارۀ کړى وُو. او هغوئ به واپس راولم او په دې ځائ کښې به نور په امن او سکون سره اوسيږى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د شمال د مُلک د خوا نه فوج راروان دے، او ستاسو خلاف يو لوئ او تکړه قوم د لرې نه د جنګ کولو په نيت راپاڅېدلے دے.


نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، توبه وکړئ، او د خپلو بُتانو نه راوګرځئ او د خپلو ټولو حرامو کارونو نه منع شئ.


ځکه چې زۀ به تاسو د نورو قومونو نه راغونډ کړم، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راجمع کړم او خپل مُلک ته به مو واپس راولم.


کۀ تاسو زما د قانون په مطابق ژوند تېروئ او زما حُکمونو ته غاړه کېږدئ،


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”زۀ به خپل خلق د مشرق او مغرب د مُلکونو نه بچ کړم.


او هغه به خپلې فرښتې د بيګل په لوئ آواز سره راولېږى او هغوئ به د څلورو طرفونو نه، يعنې د آسمان د يو سر نه تر بله سره، غوره شوى خلق راټول کړى.


د عبادت هغه يو ځائ کۀ ډېر لرې وى، نو بيا چې ستاسو خوښه وى، نو هغه څاروے يا ګډ حلالولے شئ کوم چې مالِک خُدائ درکړے وى او تاسو هغه غوښه په کور کښې خوړلے شئ، لکه څنګه چې ما تاسو ته وئيلى دى.


خو مالِک خُدائ به د ستاسو ټولو قبيلو د علاقې نه يو ځائ خوښ کړى، هلته به خلق د هغۀ حضور ته راځى او د هغۀ عبادت به کوى.


ما تاسو له د برکت او لعنت په مينځ کښې خوښه درکړې ده. کله چې په تاسو باندې دا ټول کارونه شوى وى او تاسو د هغه قومونو په مينځ کښې اوسېږئ چرته چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوارۀ وارۀ کړى يئ، نو تاسو به هغه خوښه راياده کړئ چې ما درکړې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan