Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




نحمياه 1:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 تۀ اوس هغه څۀ راياد کړه چې خپل خِدمت کوونکى موسىٰ ته دې فرمائيلى وُو چې کۀ تاسو بنى اِسرائيلو ما سره بې‌وفائى وکړه، نو زۀ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




نحمياه 1:8
10 Iomraidhean Croise  

خپل خِدمتګار ته دې خپله خبره راياده کړه، ځکه چې دا زما اُميد دے.


زۀ به تاسو د نورو قومونو او مُلکونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړم، او زۀ به تاسو د پليتۍ نه پاک کړم.


نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم.


خو زۀ به ځينې خلق بچ کړم، او په تاسو کښې به څۀ خلق د تُورې د مرګ نه وتښتى او په نورو قومونو او مُلکونو کښې به خوارۀ شى.


او دا چې هغه به زمونږ په پلار نيکۀ رحم وکړى او خپله مقدسه وعده به ياده ساتى.


مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan