نحمياه 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11 مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم. Faic an caibideil |
عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.
ما د شاهى ځنګلو څوکيدار آسف دپاره هم يو خط وغوښتو، چې هغۀ ته په کښې ليکلى شوى وُو چې د هغه قلعې د دروازو دپاره چې د خُدائ پاک د کور حِفاظت کوى، د ښار د دېوالونو دپاره او د هغه کور دپاره ما له لرګى راکړى چې په کوم کښې به زۀ اوسېدم. ما چې څۀ غوښتى وُو نو بادشاه ما له هغه هر څۀ راکړل، ځکه چې خُدائ پاک په ما مِهربانه وو.