1 دا د حکلياه د زوئ د حضرت نحمياه کلام دے. کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو نو د هغۀ د بادشاهۍ په شلم کال د کِسليو په مياشت کښې زۀ يعنې حضرت نحمياه په مرکزى ښار سوسه کښې وم.
په درېو ورځو کښې، د نهمې مياشتې په شلمه ورځ، هغه ټول سړى يروشلم ته راغلل کوم چې د يهوداه او بنيامين په علاقه کښې اوسېدل او د خُدائ پاک د کور د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. او په هغه وخت کښې دروند باران ورېدلو، د باران او د دې مسئلې په وجه هر يو کس رپېدو.
کومو کسانو چې دستخطونه وکړل هغوئ دا وُو: د حکلياه زوئ نحمياه حکمران. صدقياه،
د ارتخششتا بادشاه د بادشاهۍ په شلم کال د نيسان په مياشت کښې په کوم وخت چې بادشاه له مے راغلل، نو ما مے واخستل او بادشاه له مې ورکړل. زۀ د هغۀ په حضور کښې د دې نه مخکښې هيڅکله نۀ وم خفه شوے،
په هغه ټولو دولسو کالو کښې چې زۀ د يهوداه د مُلک حکمران وم، د ارتخششتا د سلطنت د شلم کال نه د هغۀ د بادشاهۍ د دوه دېرشم کال پورې، نۀ ما او نۀ زما خپلوانو هغه خوراک خوړلے دے چې کوم د حکمران دپاره مقرر وو.
د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.
په رويا کښې ما خپل ځان د سوسه قلعه په خوا کښې د عيلام په صوبه کښې د اولائى نِهر په غاړه ولاړ وليدلو.
د داريوس د سلطنت په څلورم کال، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه نازل شو د نهمې مياشتې په څلورمه ورځ د کِسليو په مياشت کښې.