Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ناحوم 3:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 ايتهوپيا او مِصر د دې لامحدوده زور وو، فوط او ليبيا د دې اِتحاديان وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ناحوم 3:9
12 Iomraidhean Croise  

دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.


دا د حام اولاد دے: کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.


چې د هغۀ سره د دولسو سوو جنګى ګاډو لښکر، شپېتۀ زره په آسونو سوارۀ کسان او ډېر فوجيان وُو چې بې‌شمېره وُو، چې په دې کښې د ليبيا، سکى او د ايتهوپيا فوجيان شامل وُو.


د ايتهوپيا او د ليبيا د خلقو سره ډېر فوجيان او ډېرې جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ کسان نۀ وُو څۀ؟ خو تا په مالِک خُدائ بهروسه وکړه نو ځکه هغۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکړه.


چا چې په ايتهوپيا باندې يقين ساتلے وى او په مِصر باندې يې لافې وهلې وى نو هغوئ به مايوسه شى او وبه شرميږى.


اے آسونو او جنګى ګاډو روان شئ، اے د مِصر تکړه سپاهيانو په دشمن حمله وکړئ، اے د ايتهوپيا، ليبيا، خلقو ډال راواخلئ او د لِديه خلقو څوک چې په غشو ليندو کښې تکړه يې.


د فارس، لِديه او ليبيا فوجيان ستا په لښکر کښې شامل وُو. هغوئ خپل ډالونه او ټوپۍ ستا په دېوالونو راځوړند کړل چې تا ته شان و شوکت مِلاو شى.


کله چې تۀ هغوئ په خپل لاس کښې ونيولې نو تا دړه وکړه او د هغوئ اوږه دې سورۍ کړه، او کله چې هغوئ په تا تکيه وکړه، نو ستا ملا ماته شوه.


د ايتهوپيا، ليبيا، د لِديه، عربو، او د کوب زما د غوره شوى مُلک خلق به د مِصر سره په تُوره قتل کړے شى.


”اے بنى آدمه، د مِصر بادشاه فِرعون او د هغۀ ټولو ګڼو خلقو ته داسې ووايه، په لويئ کښې تۀ خپل ځان چا سره برابر ګڼې؟


د فارس، ايتهوپيا او ليبيا خلق به تا سره شى، او دوئ سره به خپل ډالونه او جنګى ټوپۍ وى.


هغه به د مِصر د سرو او سپينو خزانې او ټول دولت قبضه کړى، او ليبيا او ايتهوپيا به هم هغۀ ته تسليم شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan