8 آيا تۀ د تيبس نه ښۀ يې، چې د نيل په درياب باندې آباد دے، چې ګېرچاپېره ترې نه اوبۀ دى؟ درياب د هغې دفاع وه او اوبۀ د هغې دېوالونه.
ما دا پيالۍ فِرعون د مِصر بادشاه او د هغۀ نوکرانو او آفسرانو له او ټولو مِصريانو له ورکړه،
قومونه به ستاسو د شرم په حقله خبر شى. زمکه به ستاسو دردناکه ژړا ډکه کړى. ستا تکړه فوجيان به په يو بل تيندک وخورى، او په يو ځائ به راپرېوځى.“
دا به د نورو بادشاهتونو په مينځ کښې د ټولو نه کمزورے بادشاهت وى او کله به هم په نورو بادشاهتونو خپل ځان اوچت نۀ کړى. زۀ به دا دومره کمزورے کړم چې دا به هيڅکله هم په نورو قومونو حکومت ونۀ کړى.
تاسو کلنه ښار ته لاړ شئ او وګورئ چې هلته څۀ شوى دى. بيا د حمات لوئ ښار ته لاړ شئ، او بيا په فلستيه کښې د جات ښار ته ورکوز شئ. تاسو خو د هغوئ نه څۀ زيات ښۀ نۀ يئ؟ ولې ستاسو علاقه د هغوئ نه لويه ده څۀ؟