کۀ تۀ چرې د خپل ځان نه تپوس وکړې چې دا هر څۀ ما سره ولې کيږى؟ نو دا ستا د ډېرو ګناهونو په وجه تا سره وشول. نو ځکه ستا نه جامې وويستلے شوې او هغه حمله کوونکو فوجيانو تا سره په زور زنا وکړه.
نو په دې وجه به زۀ ستا ټول عاشقان يو ځائ ته راغوڼد کړم، د چا نه چې تا خوندونه اخستل، د چا سره چې تا مينه کوله او هغوئ د چا نه چې تا نفرت کولو. زۀ به ستا ټول دشمنان د هر ځائ نه راغونډ کړم او د هغوئ په وړاندې به دې بربنډه کړم تر هغې چې هغوئ ټول تا په مکمل توګه لغړه وګورى.
زۀ به ستاسو خلاف خپله غصه نازله کړم، او هغوئ به تاسو سره د غصې سلوک وکړى. هغوئ به ستاسو پوزې او غوږونه پرې کړى، او په تاسو کښې چې څوک پاتې شى په تُوره به مړۀ کړے شى. هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه بوځى، او تاسو نه چې څوک پاتې شى هغوئ به په اور کښې وسوزولے شى.
هغوئ به تاسو سره د نفرت سلوک وکړى او هر هغه څيز به درنه يوسى کوم دپاره چې تاسو محنت کړے دے. تاسو به بربنډ او لغړ پرېږدى، او ستا د زناکارۍ شرم به څرګند شى. ستا فحاشۍ او زناکارۍ