Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ناحوم 3:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 په آسونو سوارۀ حمله کوى، پړقېدونکې تُورې او ځلېدونکې نېزې ښکارى. هر طرف ته بې‌شمېره زخميان، د مړو ډيرى، بې‌شمېره مړى دى، او خلق په لاشونو تيندکونه خورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ناحوم 3:3
10 Iomraidhean Croise  

آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.


په هغه شپه د اسوريانو خېمو ته د مالِک خُدائ يوه فرښته ننوتله او يو لاک پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. په ورپسې سحر وختى هغوئ ټول هلته مړۀ پراتۀ وُو.


خو د هغوئ لاشونه به نۀ ښخيږى او هلته به پراتۀ وى چې سخا شى او خراب بوئ وکړى، او غرونه به په وينو سرۀ وى.


په هغه شپه د مالِک خُدائ يوه فرښته د اسوريانو خېمو ته ننوتله او يو سل او پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. او چې کله سحر وختى خلق پاڅېدل نو هر طرف ته مړى پراتۀ وُو.


مالِک خُدائ به اور او خپلې تُورې سره د دُنيا عدالت وکړى، او ډېر خلق به د هغۀ د لاسه ووژلے شى.“


د بنى اِسرائيلو په غرونو به تۀ سره د خپلو ټولو فوجيانو او ټولو قومونو چې تا سره دى قتل کړے شې. زۀ به تاسو د هر قسمه مردار خورو مارغانو او ځنګلى ځناورو په خوراک بدل کړم.


کله چې هيڅ څوک هم په تاسو پسې نۀ وى نو تاسو به په يو بل باندې غورزېږئ او تاسو به د دې جوګه نۀ يئ چې د دشمن په مخکښې ودرېږئ.


جنګى ګاډۍ د طوفان غوندې په کوڅو کښې تېريږى، په چوکونو کښې مخکښې او وروستو ځى راځى. هغوئ لکه د چراغونو په شان پړقيږى، هغوئ لکه د برېښنا په شان په تېزه تېريږى.


او څنګه چې ستا د نېزې ځلا وپړقېدله او ستا د ويشتلے شوو غشو رڼا ته، په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ په خپل ځائ ودرېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan