2 د کوړو ټسار ته، د پايو چغار ته، د آسونو ترپار ته، او د جنګى ګاډو درزار ته غوږ ونيسئ.
د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.
هغوئ به د آسونو د سومونو او پښو ټکار واورى، او د دشمن د جنګى ګاډو غرار او د هغوئ د پايو شور به واورى. پلاران به د يرې نه جام شى او د خپلو بېوسه ماشومانو د بچ کولو دپاره به شاته نۀ ګورى.
هغوئ په ليدلو کښې د آسونو په شان ښکارى، او هغوئ د جنګى آسونو په شان منډې وهى.
د جنګى ګاډو د شور په شان هغوئ د غرونو په څوکو په ټوپونو تېريږى، او داسې ټسار کوى لکه کله چې اور ګياه سوزوى او يا لکه چې طاقتور فوج جنګ ته روان وى.
بيا آسونه په منډه راغلل، او د خپلو پښو د سومونو نښې يې په زمکه باندې جوړې کړې.