په بابل کښې به خلق داسې منډې وهى لکه چې هوسۍ د ښکاريانو نه منډې وهى يا ګډې د شپون نه بغېر روانې وى، او هغوئ به خپل وطن او خپل قوم ته واپس د تلو کوشش کوى.
زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“