Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ناحوم 3:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 ستا محافظان د قحطۍ د مُولخانو په شان دى، او ستا آفسران د قحطۍ د مُولخانو د لښکر په شان دى چې په ژمى کښې په دېوالونو کښېنى. خو کله چې نمر راښکاره شى نو دوئ والوځى او لاړ شى، او چا ته نۀ معلوميږى چې چرته ځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ناحوم 3:17
4 Iomraidhean Croise  

په هغه مُلک کښې د بابل خلاف جنډا راوچته کړئ، په قومونو کښې بيګل وغږوئ، قومونه د هغۀ په خلاف د جنګ دپاره تيار کړئ، او دغه بادشاهتونه د هغۀ په خلاف راوچت کړئ يعنې، اراراط، مِنى، او اشکناز بادشاهتونه د هغۀ خلاف راوغواړئ. او د هغۀ خلاف جنګى کمانډر مقرر کړئ، او د هغۀ خلاف دومره آسونه راولئ لکه د مُولخانو پرګله.


او د ټولو نه بې‌رحمه غېر مُلکيانو هغه پرې کړه او داسې يې پرېښودله. د هغې څانګې په غرونو او درو، ګړنګونو کښې راوغورزېدلې، او د هغې څانګې د هغه مُلک په درو کښې ماتې شوې پرېوتې. او د زمکې ټول قومونه د هغې د سورى نه بهر راووتل او هغه يې پرېښوده.


سپين زر لوټ کړئ. سرۀ زر لوټ کړئ. د دې د ذخيرې څۀ حد نشته، او د دې د ټولو خزانو دولت ډېر زيات دے.


دا مُلخان لکه د جنګى آسونو په شان وُو او د هغوئ په سرونو تاجُونه لکه د سرو زرو په شان وُو او د هغوئ مخونه د انسان په شان وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan