16 تا د خپلو سوداګرو شمېر زيات کړے دے تر دې چې د هغوئ شمېر د آسمان د ستورو نه هم زيات دے، خو لکه د مُولخانو هغوئ زمکه صفا کړى او بيا والوځى او لاړ شى.
مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“
زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.
تا هغوئ له دومره بچى ورکړل لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى، او تا هغوئ راوستل چې هغه مُلک قبضه کړى او هلته اوسيږى هغه مُلک کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له د ورکولو وعده کړې وه.
هغۀ حُکم وکړُو او د قحط د مُولخانو راغلل لښکرونه، او ورسره وُو هم د نورو بېشمېره مُولخانو لښکرونه.
په صور باندې دا افت چا راوستے دے، هغه صور ښار چې به يې بادشاهتونه جوړول؟ د هغې سوداګر شهزادګان وُو او د هغې تاجران عزتمند ګڼلے شول.
زۀ به د خپل خِدمتګار داؤد نسل او ليويان کوم چې زما اِمامان دى او زما په وړاندې خِدمت کوى د آسمان د ستورو او د سمندر د شګو په شان بېشمېره زيات کړم.“
د قحطۍ د مُلخانو د لښکرو نه چې څۀ پاتې شُو، هغه غټو مُلخانو وخوړل، چې د غټو مُلخانو نه څۀ پاتې شُو نو هغه وړو مُلخانو وخوړل، او څۀ چې د وړو مُلخانو نه پاتې شُو، نو هغه نورو مُلخانو وخوړل.