15 خو اور به تا وسوزوى، تُوره به دې په مينځ دوه کړى. دشمن به دې لکه د قحطۍ د مُولخانو په شان وخورى. تر دې کۀ تاسو د قحطۍ مُولخانو په شان ډېر هم شئ خو د تښتېدلو لار به مو نۀ وى.
ګورئ، مالِک خُدائ د اور په صورت کښې راروان دے، او د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د طوفان په شان غړمبيږى. هغه به سخت قهر سره او د اور د شغلو په شان سخت رټلو سره سزا ورکړى.
مالِک خُدائ به اور او خپلې تُورې سره د دُنيا عدالت وکړى، او ډېر خلق به د هغۀ د لاسه ووژلے شى.“
مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپل ذات باندې قسم وکړو چې، زۀ به ستاسو ښارونه د دشمنانو نه ډک کړم، لکه څنګه چې يو پټے د مُولخانو نه ډک وى، او هغوئ به په تاسو باندې د فتحې چغې ووهى.“
د قحطۍ د مُلخانو د لښکرو نه چې څۀ پاتې شُو، هغه غټو مُلخانو وخوړل، چې د غټو مُلخانو نه څۀ پاتې شُو نو هغه وړو مُلخانو وخوړل، او څۀ چې د وړو مُلخانو نه پاتې شُو، نو هغه نورو مُلخانو وخوړل.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو ته د نقصان شوى فصل تاوان درکړم کوم چې د قحطۍ مُلخانو، غټو مُلخانو، وړو مُلخانو او نورو مُلخانو خوړلى وُو. دا زما لوئ لښکر وو چې ستاسو خلاف مې درلېږلے وو.
قادر مطلق خُدائ ما ته په رويا کښې دا وښودل چې، هغۀ د قحطۍ مُلخانو لښکرې د حملې دپاره تيارولې. دا په هغه وخت کښې وشول کله چې د بادشاه د برخې وړومبے فصل رېبلے شوے وو او د دوېم فصل د راختلو وخت وو.
زۀ ستاسو خِلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستاسو جنګى ګاډۍ وسوزوم، او تُوره به ستاسو ځوانان زمرى ووژنى. زۀ به تاسو ته په زمکه ښکار پرې نۀ ږدم. ستاسو د پېغام ورکوونکو آوازونه به نور نۀ اورېدلے کيږى.
خپلو فوجيانو ته وګوره، هغوئ ټول لکه د ښځو په شان کمزورى دى. ستا د مُلک دروازې، ستا دشمنانو ته خلاصې دى. اور د دې اړمونه سوزولى دى.
هغه به خپل لاس اوږد کړى د شمال خلاف او اسور به تباه کړى، نينوه به شاړ او ويجاړ کړى او لکه د صحرا په شان به يې اوچ کړى.