د هغوئ دروغژن نبيان به په جنګ کښې مړۀ شى، او هغوئ به بېوقوفان ثابت شى. د هغوئ تکړه فوجيان به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ به سختو يرو ترخو کښې راګېر شى.
جنګ به د هغوئ خلاف د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ تباه کړى او په هغۀ کښې د نورو مُلکونو فوجيان به هم تباه کړى. او هغوئ به د ښځو په شان بُزدله شى. او جنګ به د هغوئ خزانې تباه کړى، او لوټ به يې کړى.
خو اور به تا وسوزوى، تُوره به دې په مينځ دوه کړى. دشمن به دې لکه د قحطۍ د مُولخانو په شان وخورى. تر دې کۀ تاسو د قحطۍ مُولخانو په شان ډېر هم شئ خو د تښتېدلو لار به مو نۀ وى.