12 ستا ټولې قلعه ګانې لکه د اينځر د هغه ونو په شان دى چې وړومبۍ مېوه يې پخه وى، کله چې دا وخوځولے شى، نو اينځر يې د خوړونکى خولۀ کښې راوغورزيږى.
بيا به د دې مړاوے کېدونکے ګل شان او شوکت ختم شى چې په زرخيزه وادۍ باندې ولاړ وى. د هغوئ حال د موسم د وړومبو اينځرو په شان دے چې څنګه پاخۀ شى نو راوشوکولے شى او وخوړلے شى.
په يوه ټوکرۍ کښې اول موسمى او پاخۀ اينځر وُو، او په بله ټوکرۍ کښې خراب اينځر وُو، دومره ډېر خراب چې د خوړلو نۀ وُو.
هغوئ بادشاهان سپکوى او حکمرانانو له پېغور ورکوى. هغوئ په ټولو قلعه بند ښارونو پورې خندا کوى، هغوئ به د ښار نه ګېرچاپېره د خاورو ډيرى جوړ کړى او قبضه به يې کړى.
او ستورى د آسمان نه په زمکه داسې راپرېوتل لکه چې د اينځر نه د سيلۍ طوفان په وجه کچه مېوه راپرېوځى.