1 افسوس دې وى په وژونکى ښاريې، چې د دروغو او د لوټ شوى مال نه ډکه ده، کله هم د مظلومانو نه خالى شوى نۀ ده.
چې په ظلم زياتى يقين ونۀ کړئ، او نۀ د غلا د مال اسرا وکړئ. ولې چې ځان ورپورې ونۀ تړئ، هر څومره چې دولت ستا زياتيږى.
په ماښام کښې به اِسرائيل سخت ويريږى، خو تر سحره به د هغوئ ټول دشمنان مړۀ وى. دا به د هغوئ قسمت او اَنجام وى چې څوک زمونږ د لوټ کولو کوشش کوى.
اوس خلق د ميو سندرې نۀ وائى، بلکې شراب په هغوئ باندې تراخۀ لګى.
اِسرائيليان لوټ مارانو او ډاکوانو ته چا حواله کړل؟ ولې دا مالِک خُدائ ونۀ کړل، د چا خِلاف چې مونږ ګناه کړې ده؟ هغوئ د هغۀ په لاره باندې تلو نه اِنکار وکړو، هغوئ د هغۀ د شريعت نافرمانى وکړه.
ښېرې، دروغ، قتلونه، غلاګانې او زناګانې عام شوې دى، او د قتلونو يوه سلسله روانه وى.
زمرى د خپلو بچو دپاره کافى ښکار وکړو او د خپلې زمرۍ دپاره د هغۀ ښکار په مرۍ غلے شو، خپل غار يې د ښکار د غوښې نه ډک کړو.
زۀ ستاسو خِلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستاسو جنګى ګاډۍ وسوزوم، او تُوره به ستاسو ځوانان زمرى ووژنى. زۀ به تاسو ته په زمکه ښکار پرې نۀ ږدم. ستاسو د پېغام ورکوونکو آوازونه به نور نۀ اورېدلے کيږى.
افسوس په هغه چا څوک چې په وينه توېدو ښار آبادوى او په جرم باندې ښار قائموى.