6 د سيند دروازې کولاو کړے شوې دى، او محل په راغورزېدو دے.
بادشاه خپلو آفسرانو ته چغې وهى، هغوئ په خپل رفتار کښې په لار تيندک خورى. د ښار دېوال ته په تېزه ورخلاص دى چې ځان ته د حملې مورچې تيارى کړى.
د هغې مَلِکه بربنډه بوتلے شوه. د دې غلامانې جينکۍ لکه د ګوګوشتکو په شان ژړا کوى او هغوئ خپلې سينې وهى.
خپلو فوجيانو ته وګوره، هغوئ ټول لکه د ښځو په شان کمزورى دى. ستا د مُلک دروازې، ستا دشمنانو ته خلاصې دى. اور د دې اړمونه سوزولى دى.