هغوئ به ستا خلاف د وسلو، جنګى ګاډو او ريړو او د ډېرو خلقو او لوئ لښکر سره راشى. هغوئ به ستا خلاف هرې خوا ته مورچه شى او د لويو او وړو ډالونو او جنګى ټوپۍ په سر به په تا حمله وکړى. او زۀ به تا هغوئ ته د سزا دپاره حواله کړم. او هغوئ به د خپل قانون په مطابق تاسو له سزا درکړى.
او يو بل آس بهر راووتو چې تک سور وو او د هغۀ سوارۀ ته دا اختيار ورکړے شو چې د زمکې نه امن يوسى نو چې انسانان قتل و غارت شروع کړى، او هغۀ له يوه لويه تُوره ورکړے شوه.