12 زمرى د خپلو بچو دپاره کافى ښکار وکړو او د خپلې زمرۍ دپاره د هغۀ ښکار په مرۍ غلے شو، خپل غار يې د ښکار د غوښې نه ډک کړو.
تا ته پته ده چې ستا پلار او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى او هغوئ داسې غصه دى لکه چې د يو مېلو نه بچى تښتولے شوى وى. ستا پلار يو تجربهکار فوجى دے او د شپې د خپلو سړو سره نۀ ايساريږى.
زما د وژلو په تلاش کښې دى دوئ لکه د اوږى ازمرى په شان، لکه د خپل ښکار په طمع پټ ناست چې وى زمرے ځوان.
”نبوکدنضر د بابل بادشاه مونږ لواړ تېر کړُو، او هغۀ مونږ سرګردانه او مات کړُو، هغۀ مونږ لکه د تش منګى په شان يوې خوا ته وغورزولو. لکه د ښامار په شان يې تېر کړُو او زمونږ د ښو غوښو نه يې خپله ګېډه ډکه کړه، او نوره يې بيا د خولې نه تُو کړه.“
اوس نينوه هغه د زمرو غار چرته دے، هغه ځائ چرته چې هغوئ خپلو بچو له خوراک ورکولو، چرته چې زمرى او زمرۍ، او د دې بچى بغېر د څۀ ويرى نه ګرځېدل؟
زۀ ستاسو خِلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستاسو جنګى ګاډۍ وسوزوم، او تُوره به ستاسو ځوانان زمرى ووژنى. زۀ به تاسو ته په زمکه ښکار پرې نۀ ږدم. ستاسو د پېغام ورکوونکو آوازونه به نور نۀ اورېدلے کيږى.
د بنى اِسرائيلو قوم د يو تکړه ازمرى په شان دے، چې د شلولو او خرابولو نه مخکښې په آرام نۀ کښېنى، چې ترڅو يې د ښکار کړے شوى څيز وينه نۀ وى څښلې.“