Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ناحوم 2:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 اے نينوه، يو حمله کوونکے ستا خلاف راروان دے. د قلعې څوکيدارى کوه، د لار څوکيدارى کوه، خپل ځان په حفاظت کړه، خپل ټول قوت استعمال کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ناحوم 2:1
14 Iomraidhean Croise  

کېدے شى ستا خيال دا وى چې د هغوئ په وجه به تاسو په جنګ کښې تکړه شئ، خو دا د خُدائ پاک کار دے چې هغه دا طاقت لرى چې چا له فتح يا شکست ورکړى. خُدائ پاک به ستاسو د دشمنانو په وجه تاسو له شکست درکړى.“


ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،


تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې، ټول خلق به تا ته راشى.


چا چې به په غصه کښې په خلقو باندې ظلم زياتے کولو او چې هغوئ کوم قومونه فتح کړى وُو نو د هغوئ خِلاف يې هيڅکله ظلم نۀ بس کولو.


نو بيا د هغه ټولو قومونو لښکرې کوم چې د خُدائ پاک د ارى‌ايل په ښار باندې حمله کوى، د هغوئ ټوله وسله او ساز و سامان به د يو خوب ليدو په شان فنا شى، داسې به فنا شى لکه چې دا د شپې يو خيال وى.


هغه ټول قومونه چې په يروشلم باندې د حملې کولو دپاره راجمع شوى دى د هغوئ مثال به د يو اوږى کس په شان وى چې خوب وينى چې هغه خوراک کوى خو چې راپاڅى نو پته ورته ولګى چې هغه هم هغسې اوږے دے، يا د هغه تږى کس په شان وى چې په خوب کښې ګورى چې اوبۀ څښى خو چې راپاڅى نو پته ورته ولګى چې هغه هم هغه شان د تندې د لاسه بې‌دمه دے.


د هغوئ قدمونه څومره ښکلې دى چې په غرونو باندې روان دى او زېرے راوړى. ځکه چې هغه به د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى، او صيون ته به وائى، ”ستا خُدائ پاک بادشاه دے.“


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


په ټوله دُنيا کښې د بابل لوئ او زورَور څټک څنګه ټوکړې ټوکړې شو. او وګورئ چې بابل څنګه په نورو قومونو کښې د وحشت مثال وګرځېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan