Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ناحوم 1:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ناحوم 1:7
53 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده.


د جنګ په وخت کښې هغوئ خُدائ پاک ته سوال وکړو، هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو ځکه چې په هغۀ باندې يې ايمان لرلو. نو داسې هاجريانو او د هغوئ ټولو ملګرو شکست وخوړو.


نو د يهوداه خلقو په اِسرائيلو باندې ځکه فتح وموندله، چې هغوئ په مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو.


حزقياه تاسو ته وائى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو زمونږ د طاقت نه بچ کړى، خو حزقياه تاسو دوکه کوى او دې ته به مو جوړوى چې د لوږې او تندې نه مړۀ شئ.


مالِک خُدائ يوه فرښته راولېږله چې هغې د اسور د لښکر فوجيان او آفسران ووژل. نو داسې بادشاه اسور ته واپس شرمېدلے لاړو. يوه ورځ چې کله هغه د خپل خُدائ په عبادتخانه کښې وو، نو د هغۀ يو څو زامنو هغه په تُورو باندې ووهلو او مړ يې کړو.


د هغۀ سره انسانى طاقت دے، خو مونږ سره د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک شته چې زمونږ مدد وکړى او زمونږ جنګونه وکړى.“ د خلقو د خپل بادشاه په دې خبره باندې حوصله مضبوطه شوه.


هغوئ وار په وار د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ”مالِک خُدائ مهربان دے او د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د همېشه دپاره ده.“ هر چا به په اوچت آواز سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ځکه چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کار شروع شوے وو.


بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.


مالِک خُدائ مهربانه دے او د هغۀ مينه د تل دپاره وى، او د هغۀ وفادارى به تر نسلونو پورې جارى وى.


په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى، د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.


ښۀ مې مالِک خُدائ دے سم کارونه کوى، څوک چې وى بې‌لارې هغوئ ته نېغه لار سموى.


خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى، او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى.


مالِک خُدائ نېکانو ته خلاصون ورکوى، او هغه په وخت د مصيبت کښې دوئ ته پناه ورکوى.


مالِک خُدائ د هغوئ مدد کوى، او د بدعملو نه خلاصون ورکوى، هغه دوئ بچ کوى ځکه چې دوئ د هغۀ نه پناه اخلى.


نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى، او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى.


په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“


خو زۀ به ستا طاقت بيانوم، زۀ به ستا مينه هر سحر په خوشحالۍ سره ستايم. هم دا تۀ زما اوچته قلعه او پناه ګاه يې او په تکليفونو کښې زما خلاصون يې.


تۀ زما د پناه ګټ شه چرته چې زۀ هر وخت ورتلے شم، تۀ حُکم ورته وکړه چې زۀ په کښې بچ شم. ځکه چې تۀ يې زما ګټ او قلعه.


زما د تکليف په ورځ به زۀ تا ته آواز وکړم، نو تۀ به جواب راکړې.


څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى، مالِکه خُدايه، څوک چې دې لټون کوى تا يواځې نۀ دى پرېښى.


هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.


د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.


تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى،


د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.


په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.


اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بې‌کاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.


مالِکه خُدايه، ما مۀ يروه، د افت په ورځ صرف تۀ زما اُميد يې.


”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، دا ښۀ اينځر د يهوداه د هغه خلقو په شان دى چې ما د بابل مُلک ته د دې ځائ نه جلاوطن کړى دى او زۀ هغوئ ته هم دغه شان ښۀ ګورم.


د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.


مالِک خُدائ هغه چا سره ښۀ دے څوک چې په هغۀ باور کوى او هغه کس څوک چې د هغۀ تلاش کوى.


نو بيا نبوکدنضر ووئيل، ”د شدرک، ميشک او د عبدنجو د خُدائ پاک ثنا‌ء دې وى چا چې خپله فرښته راولېږله او خپل خِدمتګاران يې بچ کړل. د هغوئ په هغۀ باندې ايمان وو او زما حکم يې د ‎پښو لاندې کړو او هغوئ دې ته تيار وُو چې د خُدائ پاک دپاره خپل ژوند د لاسه ورکړى نۀ دا چې د هغۀ په ځائ د بل معبود خِدمت او عبادت وکړى.


بادشاه په دې بې‌حده خوشحاله شو او حکم يې وکړو چې دانيال د غار نه راوباسئ. او کله چې يې دانيال رابهر کړو، نو په هغۀ يو زخم هم نۀ وو، ځکه چې د هغۀ په خپل خُدائ پاک باور وو.


مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.


خو زۀ به په تا کښې خاکساره او عاجز خويه خلق پرېږدم، څوک چې د مالِک خُدائ په نوم يقين کوى.


د دۀ په خُدائ پاک باور وو، اوس دې دے خُدائ بچ کړى کۀ هغه يې غواړى، ځکه چې دۀ وئيل چې، زۀ د خُدائ پاک زوئ يم.“


نو زۀ به هغوئ ته په ښکاره ووايم چې ما تاسو چرې هم نۀ يئ پېژندلى، تاسو بې‌شرعې خلق زما نه ورک شئ.


زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى،


زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.


د خُدائ پاک د رحم او غضب خيال کوه. هغه په نافرمانو باندې خپل غضب نازلوى، خو څوک چې د هغۀ په رحم يقين ساتى هغه ورته خپل رحم ښائى. خو کۀ تاسو په هغۀ يقين نۀ کوئ نو تاسو به هم پرېکړے شئ.


خو ولې اوس تاسو خُدائ پاک وپېژندلو، بلکې اوس خُدائ پاک تاسو وپېژندلئ، نو بيا تاسو خپلو هغه کمزورو او بې‌فائدې اولنو دُنياوى اصُولو ته ولې راګرځئ؟ او ولې ځان بيا د هغوئ غلام جوړول غواړئ؟


خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan