4 هغه سمندر رټى او اوچوى، هغه ټول سيندونه اوچوى. د بسن او د کرمل شينکے اوچوى، او د لبنان ګلونه مړاوى کوى.
نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې.
د سمندر بېخ راڅرګند شو. او د زمکې بنيادونه راښکاره شول کله چې مالِک خُدائ خپل دشمنان ورټل او په غصه کښې په هغوئ باندې وغورېدو.
او ورته مې ووئيل چې د دې نه وړاندې به نۀ راځې، او ستا زورَورې چپې دې دلته ايسارې شى.
ستا په رټنه اوبۀ وتښتېدلې، ستا د آواز په تندر سره وتښتېدلې.
او هغۀ بحرِقُلزم ورټلو او هغه اوچ شو، هغۀ هغوئ په سمندر کښې داسې پورې ايستل لکه چې په صحرا کښې روان وُو.
کله چې بحرِقُلزم دوئ وليدل نو لار يې ورته پرېښوده، او د اُردن سيند واپس شو او خپل ځائ ته لاړو،
اے سمندره دا څۀ چل وو چې تا هغوئ ته لار پرېښوده، تۀ ولې واپس شوې اے د اُردن سينده،
د آسمانه يې خپل لاس کړلو راوږد او زۀ يې بچ کړم، زۀ يې د ډوبو اوبو نه رابهر کړم.
تا زمونږ دپاره چينې او نِهرونه پرانستل، او تل بهېدونکى دريابونه دې وُچ کړل.
مُلک خوشے او وران ويجاړ پروت دے. د لبنان ځنګلونه اوچ شوى دى او د شارون آباده وادى د صحرا په شان ده او د بسن او د کرمل د غرۀ د ونو نه پاڼې غورزيږى.
زۀ به غرونه او د غرونو غونډۍ تباه کړم او واښۀ او ونې به اوچې کړم. زۀ به د سيندونو نه اوچې زمکې جوړې کړم او د اوبو تالابونه به يې اوچ کړم.
هم زۀ ژور سمندر ته حُکم ورکوم چې، اوچ شه، زۀ ستا ژوروالے اوچوم.
دا هم تۀ وې چې سمندر دې اوچ کړو او په اوبو کښې دې لار جوړه کړه، نو چې هغه څوک په دې ژور سمندر کښې تېر شى چې کوم دې بچ کول.
زۀ به دريائے نيل اوچ کړم او هغه زمکه به په بدعملو خلقو خرڅه کړم. د غېرو خلقو په لاس به دا زمکه او په دې کښې هر څۀ شاړ کړم. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.
د سمندر کبان، د هوا مارغان، د صحرا ځناور، هر يو مخلوق کوم چې په زمکه باندې ګرځى، او د زمکې په مخ باندې ټول انسانان به زما په حضور کښې ولړزيږى. غرونه به اولټه شى، د غرونو څوکې به راونړيږى او هر يو دېوال به په زمکه راپرېوځى.
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“
هغه چا چې ستورى پېدا کړى دى، چا چې د ستورو غومپک پېدا کړے دے. او څوک چې تيارۀ د سحر په رڼا بدلوى، او د ورځې رڼا په شپه بدلوى. څوک چې د سمندر اوبۀ راوغواړى او د زمکې په مخ يې وراړوى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.
نو د اوبو بهېدل بند شو. او لرې د آدم ښار په خوا کښې چې د ضرتان سره نزدې دے هلته اوبۀ د دېوال په شکل ودرېدې. او کومې اوبۀ چې لاندې د مالګې درياب ته بهېدې هغه په مکمله توګه بند شوې او خلق د يريحو سره نزدې پورې غاړه واوړېدل.