11 ستا نه، اے نينوه، څوک راغلو چې د مالِک خُدائ خلاف منصوبې جوړوى، څوک چې بېکاره مشوره ورکوونکى دى.
په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“
او هغه دې ته مۀ پرېږدئ چې تاسو ته ووائى چې په مالِک خُدائ يقين وکړئ. دا خيال مۀ کوئ چې مالِک خُدائ به تاسو بچ کړى او چې هغه به زمونږ اسورى لښکر ستاسو د ښار قبضه کولو نه ايسار کړى.
بيا د بېکاره بدمعاشانو يوه ډله د يربعام سره ملګرې شوه او هغوئ د سليمان زوئ رحُبعام خِلاف په هغه وخت کښې بغاوت وکړو کله چې هغه ډېر وړوکے او ناتجربهکاره وو او د هغوئ مقابله يې نۀ شوه کولے.
هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، دا هغه کسان دى څوک چې بدې منصوبې جوړوى او خلقو ته په ښار کښې د شرارت مشورې ورکوى.
افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.
هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ خِلاف منصوبه جوړوى هغه به يې په يو ګزار سره سراسر برباد کړى. او د دوېم ګزار ضرورت به ورته نۀ وى.
د عيلى زامن بد عمله کسان وُو. هغوئ مالِک خُدائ ته هيڅ توجو ورنۀ کړه