8 ناګهانه چې کله هغوئ ګېرچاپېره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره پاتې وو.
بيا يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه يو آواز راغلو، ”دا زما محبوب زوئ دے. د هغۀ خبرې واورئ.“
نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”دا هر څۀ چې مو وليدل د دې په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“
بيا د هغوئ سترګې وغړېدلې او هغه يې وپېژندلو خو هغه د هغوئ د نظر نه غېب شو.
هر کله چې آواز ختم شو نو عيسىٰ يې يواځې وليدلو. نو مريدان غلى پاتې شول او هر څۀ چې يې ليدلى وُو، په هغه وخت يې هيچا ته هم حال ونۀ وې.
بيا درې ځله هم داسې وشول نو بيا هغه څادر سمدستى آسمان ته پورته کړے شو.