5 نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل څومره ښۀ دى. مونږ له اجازه راکړه چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“
ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.
نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. کۀ تۀ غواړې نو زۀ به دلته درې جونګړې، يوه ستا دپاره، يوه موسىٰ دپاره او يوه الياس دپاره جوړه کړم.“
او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى.
خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ.
نو هغوئ ته هلته الياس او موسىٰ ښکاره شو چې د عيسىٰ سره يې خبرې کولې.
هغه نور نۀ پوهېدو چې څۀ ووائى ځکه چې هغوئ ټول يرې اخستى وُو.
او کله چې هغوئ د عيسىٰ نه رخصتېدل نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. مونږ پرېږده چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ خو هغه نۀ پوهېدو چې څۀ يې وئيل.
په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“
زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،
ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.