47 او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه. ستا دپاره به دا غوره وى چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې په يوه سترګه داخل شې، نۀ دا چې دواړه سترګې دې وى او دوزخ ته وغورزولے شى،
چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه.
ما د خپل ځان سره يو لوظ کړے دے چې يوې پېغلې ته به هم په غلط نظر باندې نۀ ګورم.
زما نظر د بېکاره څيزونو نه واړوه، او د خپل کلام په مطابق دې ژوند راکړه.
او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې غورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې په يوې سترګې سره په ابدى ژوندون کښې داخل شې، په ځائ د دې چې په دواړو سترګو روغ يې او د دوزخ اور ته وغورزولے شې.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.
کۀ ستا لاس تا ګناه ته ولمسوى نو ځان نه يې پرې کړه، ځکه چې ستا دپاره دا غوره ده چې په ابدى ژوندون کښې د يو بونډى لاس سره داخل شې، نۀ دا چې دواړه لاسونه دې سم وى او دوزخ ته لاړ شې چرته چې نۀ مړ کېدونکے اور دے.
”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.
زۀ د دې خبرې ګواهى ورکوم چې په هغه وخت کښې تاسو ما ته دومره خوشحاله وئ کۀ چرې دا ممکنه وه نو تاسو به د خوشحالۍ نه خپلې سترګې راويستې وې او ما له به مو راکړې وې خو اوس ستاسو هغه خوشحالى څۀ شوه؟